د افغانستان د دموكراسي او پرمختيا توليز غورځنگ اساسنامه


بسم الله الرحمن الرحيم

د افغانستان د دموكراسي او پرمختيا توليز غورځنگ د هيواد د سياسي خبيرو او فعالينو مركز دي، چي د ملي گټو د ساتني او د نوي، دموكراتيكي، پر مختللي او عادلانه ټولني د جوړيدو له پاره مبارزه كوي.

د افغانستان د دموكراسي او پرمختيا توليز غورځنگ د تشكيلاتي مناسباتو اصول، عالي دموكراسي، علنيت او آگاهانه ژمنه، سازماني يووالي، فردي مسؤوليت او ډله ييزه رهبري، ډول ډول نظرونه، د عمل يووالي، مساوي حقوق او يو شان دسپلين، د غورځنگ د تول ارگانونه كنيز، د واكونو ويش او تي رهبري، په سياستي بهيرونو كي د ډولو گډو اوسيدو او موجوديت منل او د كړنلاري او سياسي عمل يووالي جوړوي.

 

د غړيتوب شرايط

 

1.    هر افغان چي د 18 كلني عمريي پوره كړي وي،‌ د غورځنگ اساسنامه او مرامنامه او د هغي د پلي كيدو له پاره مبارزه وكړي، حق العضويت وركړي او د غورځنگ په تشكيلاتي او سياسي فعاليت كي گډون وكړي، د غورځنگ غړي كيداي شي.

2.    په غورڅنگ كي غړيتوب داوطلبانه او انفرادي دي. د غړيتوب غوښتونكي، د غورڅنگ د يو تن غړي له خوا معرفي كيږي.

·       يادښت: سيمه ييز سازمان د غړيتوب غوښتني په اړه تصميم نيسي او خپل تصميم لوړ ارگان ته رسوي.

·       يادښت: ډله ييز غړيتوپ د اجرائيه هيئت له خوا منل كيږي.

 

 

د غورځنگ د غړو دندي او حقوق

 

 

د غړو دندي او حقوق عبارت دي له:

 

3.    خپل نظرونه، وړانديزونه او گوتنيوني د غورځنگ ارگانونو او سازمانونو ته څرگندوي، د غورځنگ د فعاليت او كړنو د رپوټ وركولو په اړه خپل نظر څرگندوي او كولاي شي د غورځنگ په هر مقام باندي د غورځنگ په مطبوعاتو كي او يا دباندي، گوتنيونه وكړي.

4.    د لوړو ارگانونو د تصميمونو او فعاليتو نو او همدارنگه په تشكيلاتو كي دخپلو نظرياتو او وړانديزونو د پايلو څخه خبر شي.

5.    هر مقام او بيلابيلو مسؤوليتونو ته ځان نومولاي شي او هم دخپل نظروړ نوماند ټاكلاي شي.

6.    د اسنادو په برابرولو كي ونډه اخلي او د تصميم څخه يي ځان خبروي.

7.    خپل حق العضويت وركوي.

8.    دخپل وس او امكاناتو په تناسب د غورځنگ په فعاليتونو كي ونډه اخلي او د غورځنگ سره مرسته كوي.

9.    د غورځنگ غړي حق لري چي خپل نظريات مطرح او د غورځنگ په مطبوعاتو كي يي خپاره كړي او د هغي په سياست پالنه كي ونډه واخلي.

10.                             د غورځنگ په لاركي فعاليت ارزښناك دي او د هر غړي فعاليت ته درناوي كيږي.

 

 

تشكيلاتي جورښت

 

11.                              د افغانستان ددموكراسي او پرمختيا توليز غورځنگ تشكيلاتي جورښت عبارت دي له:

لومړنيو واحدونو، سيمه ييزو واحدونو (ولايتي، ښاري، ناحيوي ولسوالي)، رئيسه هيئت، اجرائيه هيئت، مركزي شورا او كنگري څخه.

·       يادښت: كم تر كمه د يوه واحد د غړو شميره د مركزي شورا او يا د هغه ارگان په واسطه ټاكل كيږي چي مركزي شورا ورته واك وركوي.

 

12.           د سيمه ييز واحدونو هر ارگان، مقام او مسؤول، په عمومي واحده غونډه كي او يا د هغه مسؤول ارگان له خوا چي واك وركړشوي دي، د ټاكلي مودي له پاره انتخابيږي.

13. اجرائيه هيئت چي د غورځنگ كار او فعاليت د مركزي شورا د دووغونډو ترمنځ فاصله كي رهبري كوي، د مركزي شورا او كنگري د پريكړو په رڼا كي دخپل فعاليت كړنلارهه تنظيموي او مخ ته ځي او د اړتيا پر مهال ټاكلي څانگي جوړوي او مالي لگښت يي مشخص كوي.

 

 

                                               كنگره

 

14.  د افغانستان ددموكراسي او پرمختيا د تولنيز غورځنگ ډير لوړ ارگان، كنگره ده.

15.  كنگره، د غورځنگ مرامنامه، اساسنامه، تگلاره او عمومي روان سياست تصويبوي. د لاس لاندي سازمانونو او واحدونو فعاليت ته لوري ټاكي. كنگره  د مركزي شورا او د مركزي پلتني د كمسيون غړي او همدارنگه د غورځنگ بيرغ، سمبول، او شعار ټاكي.

16. عادي كنگره د هرو څلورو كالو وروسته يو څل جوړيږي.

17. فوق العاده كنگره د غورځنگ د مركزي شورا يا د غورځنگ د دريوڅخه  د دوو برخو غړو په غوښتنه جوړيږي.

18. د غورځنگ د هر واحد غړي، د مساوي رايي د حق په درلودلو د كنگري استازي ټاكي.

·       يادښت: كنگري ته درا بلل شوو شميره، مركزي شورا ټاكي.

 

19. مركزي شورا د كنگري د جوړيدو څخه شپږ مياشتي مخكي، د غورځنگ د غړو د شميري په انډول، د كنگري د غړو شميره ټاكي.

 

 

مركزي شورا

 

20. مركزي شورا ددووكنگرو ترمنځ فاصله كي د غورځنگ ډيرلوړ ارگان دي.

مركزي شورا دخپل تركيب له منځه د غورځنگ رئيس، مرستيالان او د اجرائيه هيئت غړي ټاكي.

رئيس او مرستيالان، د غورځنگ رئيسه هيئت تشكيلوي. رئيسه هيئت،‌اجرائيه هيئت ته مسؤول او رپوټ وركوونكي دي. د غورځنگ هيڅ غړي نه شي كولاي د دوه دورو څخه زيات يو مقام ته ځان ونوموي.

21. مركزي شورا په عادي ډول،‌ كال كي يو ځل غونډه كوي، د مركزي شورا د دووغونډو په فاصله كي د اجرائيه هيئت فعاليت څيړي او د هغوي د كار او فعاليت لوري ټاكي.

22. د مركزي شورا غونډه كولاي شي كم تر كمه له دريو څخه  يوه برخه خپل غړي چي د كنگري له لاري ټاكل شوي دي،‌ بدل را بدل او يا بشپړ كړي.

23. د مركزي شورا د غونډي نصاب د هغوي د ډيري غړو په شتون كي بشپړيږي.

24. د مقرراتو، كړنلارو، لوايحو او د غورځنگ دنورو اړوندو اړينو اسنادو ترتيب او تنظيم د اجرائيه هيئت په واك كي دي.

 

 

مالي چاري

 

25. مركزي شورا، د غورځنگ د مالي چارو د تنظمي مسؤوليت په غاړه لري او د مالي فعاليتونو بشپړ رپوټ د مركزي پلتني كمسيون ته وړاندي كوي.

26. د غورځنگ مالي چاري ( د حق العضويتونو، د غورځنگ د مينه والو او غړو له اعاني، د خپرونو له خرڅلاو او نورو اقتصادي او فرهنگي فعاليتونو) له عوايدو څخه تمويليږي.

 

 

اخراج، مجازات او د غړيتوب قطع كيدل

 

27. د غورځنگ هر غړي چي د غورځنگ د دسپلين، سازماني او مرامي اصولو څخه سرغړونه وكړي، د غورځنگ له خوا د غورځنگي مجازاتو (توصيي، اخطار د اخراج تربريده) سره مخامخ كيږي.

28. د غورځنگ د اخراج موضوع د سيمه ييزو واحدونو په عمومي غونډه كي مطرح كيږي او د اخراج تصميم نيول كيږي، مگر د منلو او نه منلو واك يي د سيمه ييزو او مركزي رهبري د ارگانونو سره دي.

 

وروستني احكام

 

30. د موسسانو گروپ، چي د غورځنگ د فعالانو او پلو يانو څخه جورشوي،‌ غورځنگ تأسيس كوي، د غورځنگ مرامنامه، اساسنامه، بيرغ،‌ نښان او شعار تصوبيوي او د كنگري ترجوړيدو پوري د غورځنگ د ټولو چارو مشري كوي.

31. د غورځنگ كنگره د غورځنگ دړنگيدو واك لري.

32. د غورځنگ مقر په كابل كي دي او په ولاياتو كي د غورځنگ نماينده گي گاني جوړيداي شي.

33. د غورځنگ بيرغ مستطيل شكله دي، روښانه اسماني رنگ لري چي ځنډي او غاړي يي په سپينه پټي احاطه شوي او په منځ كي يي د غورځنگ سمبول ښكلي شوي دي.

34. د غورځنگ نښان په دايروي شكل، چي له دواړو خواوو څخه د غنمو په دوو وږو، د افغانستان په نقشه چي په منځ كي يي لاسونه سره وركړشوي دي او د افغانستان د نقشي په لانديني برخه كي بيرته كتاب،‌د پاسه پري نيمه گراري او دگراري د پاسه د لمر نيمي وړانگي ښكاري، په لانديني برخه كي دري رنگه پټي ( د افغانستان ملي بيرغ) او په متن كي يي د غورځنگ نوم ليكل شوي، ښكلي شوي دي.

 

 

 

 

پاي

 

 

 


January 21st, 2007


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها